په دسربيره چه افغانستان کې دمعارف تتوالی سيستماتيک هڅې کيږی خو تاندو ځوانانو په شخصی لګښت دعلم د ډيوې روښانه ساتلو هڅه پيل کړې ده تازه پرمختګ يې دلوګر برکی برک ولسوالۍ کې درڼا کاروان ترسرليک لاندې پلی شوو. ددغه خوځښت يوه رضاکاره ځوان توريالی ستانکزی په مسنجر (ور)ته پيغام او انځورونه ليږلی دۍ وايي :پيل يې له لوګره وو مالی لګښت يې شخصی وو ۷ سوه ماشومانو ته يې دښونځی اړين مواد وويشل دلړۍ ددوام په هکله يې درڼا کاروان ټول هيواد ته متداوم وښوده. افغانستان د نړۍ يواځينی هيواد دۍ چه په ښځينه وو دتعليم محدوديت وضعه شوی دۍ ټول وطن کې يې له شپږم ټولګی پورته نجونو ته دتعليم اجازه نشته. که څه هم مشران يې ستونځه تخنيکی بولی مګر دامرالبلمعروف او نهيه عنالمنکر او عالی تصيلاتو وزيرانو يوه يې عصری علم مباح بل يې داماالله خان په دسيسه پردی کفری تقليد وباله ويويل په دغه ډول ښځې فحشاسره بلديږی خو داسې هم نه ده چه ګواکې ټول ط البان دورته مفکوره ولری، بلکې دحکومت ديننه کې دبهرنيو چارو مرستيال وزير عباس ستانکزی او شيخ حماس په څير ګڼه مقاماتو علم په نروښځه يو ډول فرض وباله ويويل حکومت يې بايد له تبعيضه پرته دزده کړو زمينه چمتو کړی. بايد ووايم چه له لوګره دمخه دميدان وردګو ځوانانو دکلی کتابتون په نوم بيلابيلو ولسواليو ته وړيا روزنيزه کتابونه ورسول. فعالين يې ددوام ژمنه لری
+ لیکل شوی په یکشنبه سیزدهم آذر ۱۴۰۱ساعت 6:59  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
برچسب:
نویسنده: لیلا سامانی
تاريخ: دوشنبه
5 دی
1401 ساعت: 20:08